خبرونهامنیتTOP

کابل کې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مهمات او د الوتکو پرزې نیول شوې دي

کابل، د غبرګولي ۱۷مه، باختر 

د ملي دفاع وزارت په پلازمېنه کابل ښار کې د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د پوځي مهماتو او الوتکو پرزو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي دفاع وزارت د استخباراتو معینیت د ضد استخباراتو ریاست منسوبینو په کابل کې د یو لړ کشفي راپورونو په ترڅ کې درې تنه له ګڼ شمېر پوځي مهماتو او الوتکو له پرزو سره یوځای نیولي دي.

د خپرپاڼې د مالوماتو له مخې په نیول شويو مهماتو کې ۱۲۸ د الوتکو بېلابېل ډوله پرزې، ۸ تومانچې، ۲۵ مخابرې، ۴ تختې باروت او یو شمېر نور توکي شامل دي. 

سرچینې زیاته کړې، چې ترلاسه شوي مهمات او تجهیزات شاوخوا یو میلون ډالر ارزښت لري، چې د ملي اسلامي اردو ځواکونو په شپه او ورځ هڅو سره لاس ته ورغلي.

د ملي دفاع وزارت په خپرپاڼه کې همدارنګه زیاته شوې، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو په موخه اړوند ادارو ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته