کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یو بله ډله هم د درملنې په موخه روغتونونو ته ور وپېژندل شوه
کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندل شوه.
یادې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یو ځل بیا ۱۲ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان پلازمېنه کابل کې ۴ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور پېژندلي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د یادو ناروغو ماشومانو درملنه او عملیات د افغاني سرې میاشتې په مالي لګښت ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزئيات نه دي خپاره شوي.