خبرونهټولنه

کابل کې د دوو کورنيو ترمنځ له ۳۰ کلنې دښمنۍ وروسته جوړه وشوه

کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر 

د کابل ولایت مقام د رسنیو دفتر په دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۳۰ کلنې دښمنۍ د ختمولو خبر ورکړی دی.

له ياد دفتر څخه باختر اطلاعاتي آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې یاده دښمني د کابل ولایت د بګرامیو د شیوه کي د شیخانو په کلي کې د دوو قومونو ترمنځ ۳۰ کاله وړاندې د ځمکې پر سر د شخړې له کبله رامنځته شوې وه، چې د دغه ولسوالۍ د ولسوال او قومي مشرانو په منځګړیتوب ختمه او د دواړو لورو ترمنځ جوړه وشوه.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې منځګړو یاده ځمکه د یوه جومات او دیني مدرسې لپاره وقف کړه او په یاده فیصله دواړه قومونه خوښ او یو بل ته یې د دوستۍ لاسونه ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې هم د ځايي مسوولینو او قومي مخوورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۵ کلنې دښمنۍ وروسته جوړه شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته