کابل، د زمري ۳۱مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جنک اونال سره د کتنې پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو خبرې وکړې.
عمري په دغه کتنه کې د ترکیې سفیر ته د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، طبیعي سرچینو او ځمکې په برخو کې د کاري فرصتونو په اړه مالومات وړاندې کړل او په دغو برخو کې یې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د همکارۍ او ګډ کار غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ترکیې سفیر په دغه کتنه کې د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره د فرصتونو یادونه وکړه او له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته د ترکیې د لېوالتیا په هکله خبرې وکړې.
هغه همدارنګه د افغان بزګرانو لپاره د سبو د کرکیلې، اوبولګولو، سرې ورکولو او د کرنیزو محصولاتو د قرنطین په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو په تړاو هم د همکارۍ اعلان وکړ او دغه راز د جغرافیایي مالوماتو د سیستم او له لرې واټن څخه د اټکل کولو او د کرنیزو ځمکو څارنې په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو دايرولو او د دواړو هېوادونو د کارپوهانو ترمنځ د علمي تجربو شریکولو په هکله هم خبرې وکړې.
هېره دې نه وي، چې ترکیه یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې یې په بېلابېلو برخو کې یې له افغانستان سره همکاري کړې ده.
12 1 دقیقه لوستل