خبرونهامنیت

کابل ښار کې ۴ کسان د غلا په تور ونیول شول

کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر 

امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د غلا په تور د ۴ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد ۴ تنه د ښار اړوند د ۱۵مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې نیول شویو کسانو به د کابل ښار په مختلفو سیمو کې له خلکو د موټرو غلاوې کولې، چې د پولیسو له پرله پسې هڅو وروسته له دوو موټرو سره یوځای ونیول شول.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر بشپړېدو ورسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د امنیتي او کشفي ارګانونو د پرله پسې هڅو په پایه کې اوس مهال په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د جنايي پېښو په شمېر کې د پخوا په پرتله د پام وړ کموالی راغلی او کابل ښاریان له دغه وضعیت څخه خوښ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته