کابل ښار کې ۲ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د کب ۲۲مه، باختر
امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د بېلا بېلو جرمونو په تور د ۲ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ۲ تنه د ښار اړوند د لسمې امنیتي حوزې د منسوبینو له لوري نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه یو تن یې د شرابو د جوړولو او پلور په تور له لس بېلره شرابو سره او یو تن د مبایلونو د غلا په تور نیول شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.