کابل ښار کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلولو څخه وژغورل شو
کابل، د کب ۱۳مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت په پلازمېنه کابل ښار کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د يوه ماشوم د ژغورنې او دوو انسان تښتوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع باختر اطلاعاتي اژانس ته ويلي چې د کورنیو چارو وزارت اړوند د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست کشفي منسوبینو د یو لړ دقیقو کشفي عملیاتو په ترڅ کې نن مازدیګر د کابل ښار ۴مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو ماشوم چې عبدالفهیم نومېږي او ۱۴ورځې وړاندې د ۱۱مې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه تښتول شوی و او د خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ څخه د ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو غوښتنه کوله د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی دی.
د نوموړي په خبره د عملياتو پر مهال د امنيتي ځواکونو او انسان تښتوونکو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې، چې په پايله کې يې دوه تنه انسان تښتوونکي وژل شوي دي.