خبرونهټولنهTOP

کابل ښار کې يوه څلي او زرغونې سيمې د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د وږي ۱۳مه، باختر
کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کې د يوه څلي او يوې زرغونې سيمې جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ماینونو پاکولو د انسجام او همغږۍ ریاست په مرسته د ۱۱مې ناحیې اړوند د ګولايي پارک په سیمه کې د یوه څلي او زرغونې سیمې د جوړلو عملي چارې پیل شوې.
په خبرپاڼه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد له قوله ويل شوي، چې دغه څلی د هغه شهیدانو په یاد جوړېږي، چې ځانونه یې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله له لاسه ورکړي دي.
سرچينې زياته کړې، چې یاد څلی به د طرحه شوي ډیزاین له مخې، د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په موخه په کلاسيک ډول د ۹ مترو په لوړوالي جوړ شي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دې سیمه کې به د یاد څلي د جوړولو سربېره د احاطې جوړولو، مرمت کارۍ، د څراغونو نصبولو، د یوې ژورې څاه کيندلو، د یوه کتابتون او موزیم جوړولو چارې هم ترسره شي، چې ورسره جوخت به د دې سیمې په بڼه کې مثبت بدلون رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته