کابل، د زمري ۱۴مه، باختر
کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کابل ښار کې د لسګونه جريبه غصب شوې ځمکې د را ګرځولو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ښار اړوند ۴مې ناحیې د میوو او ترکاري مارکېټ شاته سیمه کې ۹۸ جریبه غصب شوې ځمکه، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ بېرته راوګرځول شوه.
په خبرپاڼه کې د يادې ناحیې د رئیس مولوي عبدالرحمن رباني له قوله ويل شوي، چې په یاده سیمه کې له پرلپسې خبرتیاوو وروسته د غاصبانو له لوري جوړ شوي ناقانونه تاسیسات پاک او ویجاړ شول او اوس مهال یاده ځمکه د کابل ښاروالۍ په واک کې ده، چې خپل پراختیايي پلانونه به پکې پلي کړي.
سرچينې زیاته کړې، چې یاده ځمکه کلونه وړاندې د یو شمېر فرصت غوښتونکو او غاصبانو له لوري په بېلابېلو پلمو غصب شوې وه.
د نوموړي په وينا دوی په دې توانېدلي دي، چې په تېر یوه کال کې د یادې ناحیې په کچه ۱۴۳ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را وګرځوي.
22 1 دقیقه لوستل