کابل ښار کې دوه فرعي سړکونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

کابل، د مرغومي ۲۱مه، باختر
کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کابل ښار کې د دوو فرعي سړکونو د جوړېدو او ګټې اخيستنې ته يې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ۱۷مې ناحیې اړوند اتلسم ګذر د وحدت ښوونځي او د ۴۳م ګذر د سلیمانخېلو په سیمو کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه پروژه د سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل او دوی ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په لوړ کیفیت پلې شوې ده.
د سرچينې د مالوماتو له مخې په اتلسم ګذر کې جوړ شوی سړک ۷۰۲ متره اوږدوالی او په ۴۳ ګذر کې ۶۰۰ متره اوږدوالی او له ۴.۵ څخه تر ۶.۵ مترو پورې سور لري.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د لښتیو په ګډون د دغو فرعي سړکونه د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شوې.