ټولنه

کابل ښاريان د هوا د ککړتيا له پلوه سرټکوي

کابل باخترد کب اتمه :
کابل ښاريان له اړوندو دولتي اداروڅخه غواړي چې په دغه ښارکې د هوا د ککړتيا د ستونزې دلرې کولو لپاره دې زياته پاملرنه وکړي.
ځينې ښاريان ادعا کوي چې د هوا دککړتيا کچه په جدي توګه لوړه شوې ده چې آن په دغه ښارکې د ژوندانه ساحه يې تنګه کړې ده؛ خو مسوولين په چوپتيا سره ددغه حالت ننداره کوي او د دغې ستونزې د لرې کولو په برخه کې هيڅ راز عملي تدبير نه نيسي .
له بلې خوا د طب ډاکتران هم دکابل ښار د هوا د ککړتيا دغه حالت د ښاريانو د روغتيا او سلامتيا لپاره خطرناک بولي اوخبر دارى ورکوي: که چيرې د کابل ښار د هوا دککړتيا د ستونزې د لرې کولو لپاره تدبيرونه  ونه نيول شي اوعملي نه شي؛ د ښاريانو د سلامتيا لپاره به زيات زيانونه رامنځته کړي.
په کابل ښارکې يوه ګرځنډه پلورونکي ابراهيم د باخترآژانس خبريال ته وويل: له دووکلونوراپديخوا دښار په بېلابېلوساحوکې دخپلې کورنۍ د نفقې د پيداکولو لپاره کارکوم او سره له دې چې په نشه يي توکو روږدى نه يم؛ خو د شپې له خوا ټوخېږم او فکر کوم چې د سږو په ناروغۍ اخته واوسم.
دکابل د طبي پوهنتون استاد پروفيسر ډاکترنجيب الله امرخيل وايي چې په ناروغيو په تېره بيا د سالندي په ناروغۍ د خلکو د اخته کيدومهم عامل دکابل ښار د هوا ککړتيا ده .
ده وويل: دليږدونکو وسايطو لوګۍ چې بې کيفته تيل کاروي؛ د ښاريانو روغتيا ته زيات خطرونه پيداکوي .
پروفيسر ډاکتر عبدالودود باجوړي هم په دې باب څرګنده کړه چې د ژوندانه د چاپيريال ککړتيا د ډول ډول ناروغيو سبب کيږي او د ژمي په موسم کې چې زياتره خلک په خپلوکورونوکې دتودولولپاره لوګۍ توليدونکي سوند موادکاروي؛ په ښارکې دغه ستونزه لاپسې زياته کړې ده.
په همدې حال کې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې د دفتر رييس عزت الله صديقي هم هم تاييد کړه چې په کابل ښار کې د هوا دککړتيا کچه لوړه شوې ده.
ده  د وګړو دشمير زياتوالى، دخامه واټونو شتون او دليږدونکو وسايطو زياتوالى او هم د بې کيفته تيلو شتون دکابل ښار د هوا دککړتيا دکچې دلوړوالي عوامل وبلل .
ده وويل: اړونده اداره د هوا دککړتيادکچې دکمښت په لاره کې هڅه او هاندکوي خو په دې لاره کې يې دخلکو او دولتي ادارو په همکارۍ باندې هم ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته