کابل ښاروال: هغه کسان به له قانوني چلند سره مخ شي، چې د ښاروالۍ پورونه نه ادا کوي

کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر
د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د یادې ادارې د عوایدو د څرنګوالي په اړه د دوه ویشت ګونو ناحیو د رئیسانو او د عوایدو د آمرانو په ګډون نن غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې کابل ښاروال د عوایدو پلان و ارزاوه او ویې ویل چې د کابل ښاروالۍ عواید دې په شفافه توګه راټول او مصرف شي؛ ځکه د کابل ښاروالۍ عواید د ملي عوایدو یوه برخه ده او پر بنسټ یې ښاریانو ته چوپړتیاوې وړاندې کېږي.
نوموړي همدارنګه له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه، چې د کابل ښاروالۍ له پوروړو دې هرڅه ژر پورونه راټول شي.
د نوموړي په وینا؛ هغه کسان چې، د کابل ښاروالۍ پورونه نه ادا کوي له قانوني چلند سره به مخ شي.
په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د عوایدو د برخې مسوولينو په دغه غونډه کې وويل چې له حکومت په تېره بیا له کابل ښاروالۍ سره د خلکو د همکارۍ، همغږۍ او شفافیت پر بنسټ؛ د تېر کال په پرتله د دې ادارې په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته