خبرونهسیاستTOPټولنه

کابل ښاروالۍ تېر کال څه باندې ۱۲۵ کیلو متره نوي سړکونه جوړ کړي او تر ۵۲۶ زره ټنه ډېر کثافات له ښار څخه راټول کړي دي

کابل، د وږي ۲۲مه، باختر
د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د کابل ښاروالۍ مسوولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام رسنیز کړ.
د کابل ښاروالۍ د ښاري او چاپېریالي خدمتونو معین مولوي محمد خالد سجستاني په یاده غونډه کې وویل چې تېر کال په ټولیز ډول ۱۲۵کیلومتره نوي عمومي او فرعي سړکونه، سفالټ، کانکرېټ او په تېږو فرش شوي دي، ۷۳ زره ۸۵۲ مربع متر په مساحت سړکونه د سفالټ په شکل ترمیم او د ۳۸ زره ۸۷۲ مربع متر په مساحت د نورو سړکونه داغګیري شوې ده.
سجستاني زیاته کړه، چې په یاده موده کې همدارنګه د پلازمېنې د سمسورتیا په موخه د ښار په بېلا بېلو برخو او شنه کمربند په سیمو کې ۲ میلیونه نوي نیالګي اېښودل شوي دي.
په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو سلاکار نعمت الله بارکزي په یاده غونډه کې وویل چې تېر کال له کابل ښار څخه څه باندې ۵۲۶ زره ټنه خځلې (کثافات) راټول او ټاکلي ځای ته يې انتقال کړي دي او همدارنګه د سړک غاړو ۵ زره نوي څراغونو نصب او فعال شوي او د ښار بېلابېلو ناحیو کې ۹ زره ۷۰۰ تنوير پايې ترميم کړې دي.
هغه زیاته کړه، چې د کابل ښاروالۍ له لوري تېر کال د ۲۵ زره ۹۹۰ کوڅه ډبي سپي راټول کړي او له دغې جملې څخه يې ۸ زره ۸۳۲ سپي چې د ليوني سپي په ناروغۍ اخته وو د اصولو مطابق له منځه وړل شوي او پاتې نور يې تر عقيم کېدو او واکسينولو وروسته بېرته خوشي شوي دي.
د بارکزي په وینا د تېر یوه کال په موده کې د (یو ان او پي اس) په همکارۍ، د کوڅو او کانالونو د احداث او کانکرېټ اچولو او پارکونو د شنه کولو، ۲۰۰ پروژې تر پلان لاندې وې.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو سلاکار همدارنګه وویل چې له لاس پلورونکو او کراچیو څخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو د مزدحمو ساحو پاکول، د سرغړونو له امله د ۲ زره ۶۲۶ اصنافو فعالیت په موقتي توګه ځنډول، د ۱۰۵۷ بې جوازه اصنافو پېژندنه، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۱۱ زره ۹۵۷ اصنافو ته د جوازونو ورکړه، د ١٠٢ مارکېټونو او ۱۱ پمپ سټېشنونو ثبتول او د ژمي په موسم کې کابل ښاريانو ته د ډبرو سکرو وېش؛ د کابل ښاروالۍ له لاسته راوړنو څخه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته