خبرونهاقتصاد

کابل: پیروزي ښارګوټي کې د تولیدي فابریکو  جوړولو چارې پیل شوې

 کابل/غوايي۲۴ مه/ باختر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي: بېجینګ – ننګرهار د ساختماني موادو د تولید شرکت د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د پېروزي ښارګوټي په ختیځه څنډه کې عملاً خپلې چارې پیل کړې.

د سرچينې په وینا، یاد  شرکت هڅه کوي چې د (۱۵۰) تولیدي فابریکو د فعالیت لپاره ډېر ژر زمینه برابره کړي چې اوسمهال یې د رغېدو چارې ګړندۍ روانې کړې دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د روژې په میاشت کې د اسلامي امارت د کابینې له پرېکړې سره سم د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال او د اقتصادي کمېسیون مشر ملا عبدالغني برادر په شتون کې له بېجینګ – ننګرهار شرکت سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د بېجینګ – ننګرهار شرکت ته د پېروژي پروژې په ختیځه څنډه کې (۶۵۰) جریبه ځمکه د تولیدي فابریکو د جوړولو په موخه ورکړل شوه.

په یاده سیمه کې نږدې (۲۱۶) میلیونه امریکایي ډالره پانګونه کېږي چې ورسره به (۱۳۶۰۰) کسانو ته په مستقیمه او (۳۰۰۰۰) کسانو ته په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال ګڼ شمېر افغانان د کار د نشتون له کبله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او هیله شته چې د دا ‌ډول لویو پروژو په پیل کېدو سره به په هېواد کې د بیکارۍ کچه را ټیټه او د یو شمیر کورنیو اقتصادي ستونزې به حل شي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته