کابل سبا «د سیمه ییزې همکارۍ د ابتکار ناستې» کوربه دی
کابل، د سلواغې ۸مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سبا په پلازمېنه کابل کې د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار ناستې د جوړېدو خبر ورکوي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سبا د ۱۴۴۵ هـق کال د رجب المرجب په ۱۷مه چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له ۲۹مې سره سمون خوري، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار د ناستې کوربه وي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمهییز روایت پر ایجاد او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي.