کابل د خبرو نړیوال سټېج، امیرخان متقي پرون مېلمانه درلودل

نړۍ، د سلواغې ۱۰ مه، باختر

تبصره

پرون دوشنبې کابل د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د استازو د یوې مهمې ناستې کوربه وه او د ناستې مشري د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او ژبور افغان ډیپلومات پر غاړه درلوده.

ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې شوي او په پای کې ښاغلي امیرخان متقي دغه ناسته ګټوره بللې ده.

زه دلته په دې لیکنه کې د دغې ناستنې پر منځپانګې بحث نه کوم او پر دې غږېږم، چې کابل کې د دغې ناستې پر لاره اچول په څه مانا ده؟

دوه خبرې دي، یو دا چې ګاونډیو، د سیمې او نورو ډېرو هېوادونو دا منلې چې له اسلامي امارت سره له جوړجاړي او تعامل څخه بله لاره نه لري او دا حقیقت یې درک کړی، چې پر کابل واکمن د اسلامي امارت حکومت د افغانانو اصلي استازي او د همدې خلکو له منځه راپورته شوي او کولی شي په نړیواله کچه د افغانانو اصلي استازولي وکړي.

بله خبره دا ده، چې دغه هېوادونه دا مني، چې د افغانستان له حضور پرته دوی نه شي کولی، سیمه او نړۍ کې د پام وړ سیاسي، اقتصادي، سوداګریز او نور پرمختګونه وکړي.

لکه څنګه، چې دغې ناسته کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د سیمې په کچه پر یو شمېر مهمو اقتصادي پروژو هم بحث شوی، نو ښکاري، چې افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره مهمه ده نو پکار ده، چې نړۍ هم د سیمې او ځینو ګاونډیو هېوادونو لاره ونیسي او له افغانستان سره تعامل ته کښېني او د دغو ناستو ښه ځای هم کابل دی، هغه څه چې پرونۍ ناسته کې ثابته شوه.

افغانان مېلمه پاله خلک دي، نو که چېرې هر هېواد له افغانستان سره تعامل ته راشي، باوري دې وي، چې دلته به یې ډېر ښه عزت وشي او له دې ځایه به یوه ښه خاطره له ځانه سره یوسي.

نو کابل د جرګو او مرکو د پر لاره اچولو غوره ستېج دی او نړیوال باید له دغه ستېج څخه ګټه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته