خبرونهاقتصادټولنهTOP

کابل; د بادام باغ – پل تخنيک پر نوي سړک د قير اچولو چارې بشپړې او د ترافيکو پرمخ پرانستل شو

کابل، د غبرګولي ۲۶مه، باختر
کابل ښاروالۍ د ښار اړوند له بادام باغ څخه د پل تخنیک غره تر لمنې د نوي سړک دویمه طبقه قیر چارو د بشپړېدو او د ترافیکو پرمخ يې د پرانیستل کیدو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ښاریانو ته د ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له بادام باغ څخه د پُل تخنیک غره تر لمنې پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه سړک چې ۴مه، ۵مه، او او ۱۰مه ناحیه یو له بل سره نښلوي، تېر کال یې د ۹۰۰ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو په ګډون د جوړولو چارې پیل شوې وې.
سرچينې زياته کړې، چې اوسمهال د یاد سړک د پلو لارو او نورو جزئیاتو د جوړولو چارې روانې دي، چې هغه به هم ډېر ژر بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ له لوري دمګړۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې د سړک جوړولو د ګڼو پروژو چارې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته