کابل ته ۳۱۰ میګاواټه وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه.

 

کابل/ د غويي۲۱مه/ باختر

د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ اتلانو د چټکو هڅو په پایله کې وکولای شول چې په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په اساسي او بله په موقتي ډول جوړه کړي.

په ورته وخت کې د دویمې تخریب شوې پایې د جوړېدو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

په دې سره د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټیم وکولاي شول چې څو شېبې وړاندې په لنډمهاله توګه ۳۱۰ میګاواټه وارداتي برېښنا له شبکې سره ونښلوي. په دې حساب سره کابل ته ۸۵ سلنه وارداتي برېښنا ونښلول شوه اوپه راتلونکو څو ورځو کې به د وارداتي برېښنا ستونزه په اساسي توګه حل شي.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبري د خپلو ګډونوالو له صبر او حوصلې څخه مننه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته