سیاستTOP

کابل ته د پاکستان د پارلمان د رييس سفر وځنډول شو

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
کابل ته د پاکستان د پارلمان د رييس اسد قيصر سفر لغو شو.
ټاکل شوې وه هغه نن په رسمي بلنه کابل ته راشي او ټول چمتووالي نيول شوي وو، خو په ورورستيو شېبو کې کابل ته د ښاغلي قيصر سفر لغو شو.
د ولسي جرګې د دارلانشا رييس عبدالقادر ځاځي رسنيو ته ويلي دي چې کابل ته د اسد قیصر سفر د نامعلومو دلاليلو له امله لغو شوى او دا سفر به په راتلونکو ورځو کې تنظيم شي.
يوشمېر رسنيو ويلي دي چې د پاکستان د پارلمان د رييس سفر د امنيتي دلايلو له امله لغو شوی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ويلي دي چې کابل ته د دغه هېواد د پارلمان د رييس سفر د هوايي ډګر د بندېدو او د امنيتي ګواښونو له لامله ځنډول شوى دى.
ده په خپله تويټر پاڼه کې ليکلي دي: الوتکه د کېناستو په حال کې وه چې د څارنې برج د ميدان د بندېدو خبر ورکړى دى.
ښاغلي صادق ويلي دي: کابل ته د دغه هېواد د پارلمان د ريیس پر راتلونکي سفر به له ګډو مشورو وروسته پرېکړه وشي.
امنيتي سرچینو د امنيتي ګواښونو يا د کابل نړيوال هوايي ډګر د تړل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته