امنیت

کابل تر امنيتۍ پوښښې لاندې دى .

کابل –باختر دتلې دمياشتې ١٧
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دکابل دامنيې قوماندانۍ په خبري اعلاميه کې ويل شوي دي  ددې لپاره چې دکابل محترم اوسيدونکې  دبشپړ امنې په فضا کې داختر ورځې تيرې کړي   دکابل دامنيې قوماندانۍ او دنورو امنيتي مرکزونو له خوا ګډ امنيتي پلان  برابر شوى او د دغو ادارو دمنسوبينو له خوا ځانګړي امنيتي تدبيرونه  نيول شوي دي  په امنيتي حوزو  او دپوليسو په نورو قطعاتو برسيره چې په خپلو اړوندو سيمو کې دامنيت دتامينولو مسووليت لري دپوليسو  ځواکونه په ټولوساحو ، واټونو او ميله ځايونو کې حضور لري  او د پخوا په شان دښاريانو په خدمت کې دي . دکابل دپوليسو چارواکي له ټولو محترمو کورنيو څخه غوښتنه کوى چې خپلو ځوانانو ته توصيه وکړي چې د وسايطوله ګړندى چلونې ، له سندونو  پرته  له وسايطو څخه  استفاده ،بې مورده  ناندريو اود پتاقيو په ګډون دهغو موادو او وسايلو څخه استفاده  چې دامنيتي ځواکونو او خلکو د فکرونو دګډوډولو سبب کيږي  په  جدي توګه  ډډه وکړي  دسرغړونې په صورت کې ترقانوني څارنې لاندې نيول کيږي .
دغه  راز دکابل پوليس له  ټولو ښاريانو څخه هيله کوي چې دامنيت په تامينولو
کې له پوليسو سره همکاري  وکړي او دمشکوکو کسانو او دکوم مشکوک عمل
دليدو  په صورت کې دي دپوليسو نږدې امنيتي پوستې ته خبر ورکړي اويا هم دکابل د پوليسو له  ١٠٠ عاجل شميرې سره اړيکه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته