کابل باختر د تلي څوارلسمه :
دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته له پرون څخه راپه دې خوا د دايکندي ولايت په ګجران ولسوالۍ کې دوام لري .
ددايکندي ولايت دامنيې قوماندانۍ درسنيومسوول محمد حسيني باخترآژانس ته وويل : دغه نښته دګجران ولسوالۍ دآزاد بازارپه سيمه کې هغه وخت پيل شوه چې طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او دپوليسو اوياغيانو ترمنځ نښته پيل شوه او تراوسه پورې دوام لري .
دده دڅرګندونو له مخې : په دې نښته کې يو طالب ووژل شو اويوبل طالب ټپي
او يو پوليس شهيد او درې تنه سيمه ييز پوليس ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه پوليسو متقابل بريد پيل کړى دى چې ياغيان په شاه وتمبوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ