د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت نن د یو رسمي یادداشت په ترڅ کې په کابل کې د امریکې د متحدو ایالاتو له سفارت څخه د کام ایر د هوایې شرکت د تورنېدو د قضیې په اړه چې د امریکې د متحدو ایالاتو د پوځ له لوري سیمه ییزو هېوادونو ته د مخدره توکو پر قاچاق باندې تورن شوی وو، د شواهدو او مدارکو غوښتونکی شو.
دباختر اژانس دخبر له مخې په هغې اعلاميه کې چې دبهرنيو چارو وزارت دويندوي ددفتر له لاري خپره شوې ده ويل شوي
له څرنګه چې لګول شوی تور ډېر زیات جدي دی او نه یوازې د کام ایر اعتبار تر پوښتنې لاندې نيسي، بلکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اړوندو اداراتو کړنې او نظارت هم تر شک لاندې راولي، له دې امله له دغې سفارت څخه غوښتنه کېږي ترڅو هغه شواهد او مدارک چې پر بنسټ یې تور لګول شوی، ډيرژرد بهرنیو چارو وزارت ته د قانوني څېړنې او تعقیب لپاره را واستوي".
2 1 دقیقه لوستل