ټولنه

کابل او یو شمېر نورې سیمې زورورې زلزلې ولړزولې

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
نن ماښام څه کم نهه بجې کابل او یو شمېر نورې سیمې زورورې زلزلې ولړزولې.
د باختر آژانس خبر له مخې؛ زلزله د کابل ښار په ټولو سیمو کې احساس شوېده او دومره زوروره وه لکه کومه درنه چاودنه چې شوې وي. د ړومبنیو رپوټونو له مخې زلزلې ځیني  نورې سیمې هم لړزولې دي. د زلزلې مرکز په پغمان کې  یوه غرنۍ سیمه ښودل شوېده. د زلزلې له امله د رامنځ ته شویو زیانونو په اړه لا کوم رپوټ نشته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته