سیاستخبرونهامنیتTOP

کابلوف: روسيه د افغان حکومت دريځونو ته درناوی لري او ټينګار کوي، چې ملګري ملتونه بايد د افغان حکومت سره په تفاهم اقدامات وکړي

کابل، د لېندۍ ۳۰مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني پرون د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

په دغه کتنه کې د کابل او مسکو پر دوه اړخیزو اړیکو، امنيتي مسائلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر ودې او په سيمه ‌ييزو او نړيوالو فورمونو کې له افغانستان څخه د روسيې پر ملاتړ هراړخيزې خبرې وشوې.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د افغانستان او روسيې اړيکې ښې و بللې او ټينګار يې وکړ، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د پلاوو لا زيات تګ او راتګ به دوه اړخيزې اړيکې لا پیاوړې کړي.

حقاني زیاته کړه، چې په افغانستان کې راغلی امنيت او ثبات د روسيې په ګډون د ټولې سيمې په ګټه دی.

په ورته وخت کې د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي په خپل وار د افغانستان امنيت او ثبات د ټولې سيمې په ګټه وباله او په دې تړاو یې د افغانستان د حکومت هڅې وستايلې.

کابلوف همدارنګه وويل چې روسيه د افغانستان د حکومت دريځونو ته درناوی لري او ټينګار کوي، چې ملګري ملتونه بايد د افغان حکومت سره په تفاهم اقدامات وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په دغه کتنه کې وویل چې هېواد يې غواړي د افغانستان او روسيې ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه لا زياته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته