کابل؛ په ۲۲ مه ناحیه کې څه باندې ۳ ټنه بې کیفیته توکي راټول کړل شول
کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي چې د ۲۲ مې ناحیې د مسوولینو له لوري د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې څه باندې ۳ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه راټول کړي دي.
د ۲۲مې ناحیې رئیس مفتي سمیع الله سعید په دې اړه وویل په دغو توکو کې شیدې، ملايي، ترشي، د لوبیا او نخودو کنسرو، چپس، چاکلیت، بیسکویټ، شامپو، صابون، څښاک مواد، کچپ او د مینځلو مواد او دغه راز یو شمېر لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولیږدول شول.
نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د ېېرودلو پر وخت د هغو نیټې او کیفیت ته پام وکړي.
نوموړي له پلورونکو څخه هم غوښتنه وکړه څو بې کیفیته او تېروخته توکي په خپلو ښاریانو ونه پلوري.