کابل، د لړم ۸مه، باختر
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند افغان پُست امارتي شرکت نن د پلازمېنې کابل ښار اړوند پل محمود خان سیمه کې خپله نوې څانګه پرانیستله.
د افغان پُست امارتي شرکت رئيس مولوی رحمت الله مکي له همدې امله په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په دغه څانګه کې به دمګړۍ د پاسپورټونو د وېش خدمتونو ترڅنګ د پېرودونکو خدمتونو لپاره د اړيکو نيولو خدمتونه هم ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه، چې د دې مرکز په پرانیستل کېدو سره به د افغان پُست په مرکزي څانګه کې ګڼه ګوڼه کمه او ښاریانو ته به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
نوموړي همدارنګه وویل چې په یاد مرکز کې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د نارینه وو او ښځینه وو لپاره جلا جلا معیاري انتظار خونې، د اوداسه او لمانځه لپاره ځانګړی ځای او د وسایطو لپاره منظم پارکینګ جوړ شوی دی.
په ورته وخت کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني په یادو مراسمو کې وویل چې د افغان پست په دغه څانګه کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د نني عصر له اړتیاوو سره سم په پر مختللې ټکنالوژۍ سمبال د پېرودونکو خدمتونو لپاره د اړيکو نيولو مرکز هم پرانیستل شو، چې په اړونده برخه کې به د هېوادوالو لپاره معیاري خدمتونه وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت ولس ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه شپه ورځ هلې ځلې کوي او په ټول هېواد کې متوازنې پراختیا او ټولنیز عدالت ټینګښت ته ژمن دی.
په همدې حال کې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست مشر مولوي احمد جان بلال وویل چې امارتي شرکتونو په تېر کې هم د هېواد داقتصادي په ډګر کې مهم رول لوبولی وو او اوس یو ځل بیا هڅې پیل شوې دي، چې دغه مهمه برخه په ښو امکاناتو سمبال او په خپلو پښو ودرېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه څانګې د پرانیستې د مراسمو په څنډه کې د افغان پُست امارتي شرکت او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د قونسلي چارو خدمتونو د تمدید هوکړه لیک هم لاسلیک شو.