خبرونهټولنهTOP

کابل؛ د ملالۍ روغتون څلورلارې د ښکلا چارې بشپړې شوې

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د څلورمې ناحیې اړوند د ملالۍ روغتون څلورلارې ښکلا چارې بشپړې شوې.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د  کلتوري چارو  رئیس قاري ولي ګل جواد د اسلامي بانک له ادارې څخه چې د یادې څلورلارې په ښکلا کې یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې مننه وکړه.

نوموړي له ملي پانګوالو او سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چې، په ښاري ښکلا کې خپل مسئولیت ادا کړي، ځکه د ښاري ښکلا رامنځته کول یوازې د کابل ښاروالۍ دنده نه ده، بلکې ټول ښاریان په دې برخه کې مسئولیت لري.

د ملالۍ روغتون په څلورلارې کې د ۹ مترو په لوړوالي د ښاري ښکلا یو سمبول له داخلي تېږو څخه په ګټه اخیستلو او د الکوبان په نصبولو سره د افغانستان اسلامي بانک په مرسته د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه جوړ شوی دی.

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم د کابل ښاروالۍ له لوري د خصوصي سکټور په مرسته د ښار په بېلابېلو برخو کې د ښاري ښکلا په موخه دې ته ورته ګڼ شمېر پروژې پلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته