کابل؛ د خیرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د مرغومي ۳۰مه، باختر
د کابل ښاروالۍ د نقشې او نړیوالو معیارونو مطابق، په نادر پښتون واټ کې د خیرخواه ستر سوداګریز مارکېټ ( د الکترونیکي وسایلو کمپلکس) د جوړولو چارې له څه باندې دوه کلونو وروسته بشپړې شوې.
د نادر پښتون واټ د سوداګرو ټولنې رییس مختار شریفي وویل چې دغه ستر سوداګریز مارکېټ چې په ۹زره ۶۰۰متر مربع ځمکه کې د دوو تل خونو په ګډون د ۹پوړونو په درلودلو سره ډیزاین شوی دی، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هغه په وینا د دې مارکېټ جوړېدل له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او د کابل ښار د اقتصادي ودې په برخه کې ډېر اهمیت لري.
په دې مارکېټ کې ۱۳۶۰ هټۍ، یو جومات، د ۱۳۰۰ موټرو لپاره پارکېنګ، ۱۷۰ تشنابونه، لفت، برښنایي زینې، لمریزه او ښاري برښنا، د اور وژنې او خوندیتوب سیستمونه، د وتلو او ننوتلو دروازې په پام کې نیول شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د خیرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژه د خصوصي سکټور ( د سوداګرو ملي ټولنې) په ملاتړ او د چارو ادارې تر مدیریت لاندې ترسره شوې ده چې مالیې وزارت، ملي بانک، کابل ښاروالۍ او خصوصي سکټور یې د مالکیت حق لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته