کابل؛ د خیرخانې کوتل سړک د دویم پړاو د قیرکولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري له سرای شمالي چوک څخه د کوټل تر بازار پورې د خیرخانې کوټل کیڼ اړخ ته سړک د لومړۍ برخې د دویم پړاو د قیر کولو چارې پیل شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د دغه سړک د لومړي پړاو قیر چارو له بشپړېدو وروسته، د دويم پړاو قیر چارې پيل شوې، چې ډېر ژر به بشپړې او د ترافيکو پرمخ  به پرانيستل شي.

د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا په چارو کې چې ۳۷۱۰ متره اوږدوالۍ او ۲۷ متره سور لري، د پلولارو، لښتیو،  استنادي دېوالونو، تم ځایونو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو جوړول شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته