کابل؛ د ازبیکستان د نوي سفیر د بارولیک کاپي بهرنیو چارو وزیر ته سپارل شوې

کابل، د لړم ۳۰ مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابل کې د ازبکستان نوي ګومارل شوي سفیر ایبک عثمانوف د خپل باورلیک کاپي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي ته وړاندې کړې.
امیرخان متقي د ازبکستان نوي سفیر ته هرکلی ویلی او ډاډ یې ورکړی، چې په اړوندو چارو کې به ورسره بشپړه همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې د دواړو هېوادونو فعال سفارتونه د دوو اړخیزو اړیکو د پرمختګ ښه نښه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي.
عثمانوف د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وروګلویزې بللي او ژمنه یې کړې، چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته