۱۰۰ ورځې

ښځې د دښمن له ګواښونو څخه ويره نه لري.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
دکابل ښار دشاه شهيد دمنځنى ښونځي درايي ورکولو په مرکز کې درايي ورکولو دپيل په لومړنيو شيبو کې دسيمې يو شمير اوسيدونکى په ليکه کې ولاړو چې رايه ورکړي او په دې ډول دهيواد په راتلوونکى کې ونډه واخلي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دغه مرکز کې سره له دې چې دنارينه رايي ورکوونکو شمير زيات دي او دهغو په تناسب د ښځو او نجونو شمير کم دى.
يو تن رايي ورکوونکى وويل، زه ښځه يم او راغلې يم چې خپله حظور سره دا ووايم چې ښځې د دښمن له ګواښونو څخه ويره نه لري مرکزونو ته راځي او رايه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته