۱۰۰ ورځې

ښځې دخپل هيواد دراتلوونکي په نسبت زياته علاقمندي لري

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
زياتره رايه  ورکوونکي  په دې باور  دي چې په انتخاباتو کې ګډون اودخپلو رايو کارول دافغانستان دخلکو په ملي  جشن کې دګډون په توګه بلل کيږي.
دباخترآ ژانس دخبريال دخبرله مخې  :
زياتره هېوادوال چې درايې ورکولو مرکزونو ته ورغلي دي په دې باور دي چې په انتخاباتو کې ګډون دافغانستان دخلکو په ملي جشن کې  دونډې اخيستنې په توګه دى .
يو تن رايه  ورکوونکى حميدالله وايي  انتخابات زموږ ملي جشن دى  هر هيواد وال  چې درايې ورکولو  کوم مرکز ته ځي  او خپله رايه کاروي  په دې ستر ملي جشن  کې ونډه اخلي.
دغه راز يو تن رايه ورکوونکې شکيلا وايي  انتخابات ملي جشن دى   اوپه دې ستر جشن کې  دښځو پراخ  ګډون  په ډاګه   کوي چې ښځې دخپل هېواد دراتلوونکې په نسبت زياته  علاقمندي لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته