امنیت

ښځينه پوځيانې له ترکيې څخه راستنې شوې.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
يو سلو نهه تنه افغان ښځې او نجونې نن له ترکيې څخه هيوادته راستنې شوې.
دغو پوځيانو د دريو مياشتو لپاره دترکيې دافسرانو په اکاډمۍ کې زده کړې کړې دي.
د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دملي دفاع وزارت او ستر درستيز رهبرى هيئت دغو پوځيانو ته هرکلى ووايه .
دملي دفاع وزارت دستراتيژ يکي اړيکو او دعامه چارو رياست مرستيال بريد جنرال حبيب الرحمن افضل دبآختر آژانس خبريال ته وويل: په دوست هيواد ترکيه کې دښځو او نارينه و په ګډون دهيواد دپوځيانو زده کړه دوام لري او په راتلوونکو ورځو کې يو شمير افسران او بريد ملان دترکيې او هند هيوادونو ته استول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته