ښځه؛ غزه کې یې وژل او افغانستان کې یې پالل غواړي

تبصره
د امریکا متحده ایالاتو او نورو ملګرو یې پوره شل کاله افغانې مېرمنې د غم په ټغر کښېنولې وې؛ زامن یې ورته شهیدانول، مېړونه یې ورته زنداني کول او یو شمېر نورې مېرمنې یې د خپل فرهنګي یرغل ښکار کړې وې او په ګڼو نورو مواردو کې بیا اشغالګرو افغان مېرمنو ته په چاپو کې سپي ورپرېښودل کېدل او د غېږې ماشومان به یې ځینې داړل، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته افغان مېرمنې له دغې شکنجې بیغمه شوې او افغان میندو، خویندو او مېرمنو ته دغه بیغمي د اسلامي امارت مجاهدینو د سل ګونو زرو سرونو په قربانولو ورکړې ده.
کله چې په افغانستان کې د مسلمانو مېرمنو له ازارولو او وژلو د الله ج په نصرت او افغان مجاهدینو په مېړانه ناامیده شول نو مخ یې نورې اسلامي نړۍ ته واړوه او اوس یې په فلسطین، یمن، سوریې، عراق او ځینو نورو هېوادونو کې مسلمانو مېرمنو په سې را اخیستې ده.
دوی، چې په نړۍ کې د بشري حقونو د دفاع داعیه لري، له خپلو اسرایلي کرایه اشغالکرو څخه په استفاده یې په تېرو څه باندې څلورو میاشتو کې ۲۹ زره کسان شهیدان کړي، چې اتیا سلنه یې ښځې او ماشومان دي او په دغو ښځو او ماشومانو کې یې یوه لویه برخه یې مېرمنې او پیغلې انجونې دي.
د بشر حقونو دغه جعلي مدافعین په داسې مهال غزه کې د فلسطیني ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، چې همدا اوس په افغانستان کې د افغان مېرمنو لپاره حقوق غواړي او دا معلومه خبره ده، چې دوی د افغانانو له مذهب او کلتور سره برابر حقوق نه غواړي؛ بلکې د لوېدیځ د قانون پر اساس حقوق غواړي، هغه ارمان چې لوېدیځ به یې ګور ته یوسي.
نړۍ والو ته په کار ده، چې که ریښتیا هم له بشري حقونو څخه ملاتړ کوي نو د ټولو لپاره یې یو ډول وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته