ټولنه

ښوونکي: که ستونزې يې حل نه شي د کار بنديز ته به مخه کړي

ابل باختر دکب دمياشتې پنځلسمه
د پکتيکا ولايت د مرکز او يو شمېر ولسواليو ښوونکي وايي، چې د پوهنې په برخه کې ستونزو د زده کړې بهير او د دې تر څنګ ښوونکي له ګڼوستونزو سره مخامخ کړي دي.
دې ښوونکو خبرداری ورکړ، که  ستونزې يې دوام وکړي نو کاربنديز ته به مخه کړي.
د غه ښوونکي په خپل وخت د قرطاسيې او کتابونو نه رسېدل، د ښوونکو د نمرو نه ورکول، په خپل وخت د معاشونو نه اجرا کېدل او ځينې نورې ستونزې خپلې لويې ستونزې بولي او له چارواکو نه ورته د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.
په ښرنې پورې اړوند د حضرت بلال (رض) د نمونوي لېسې امرعبدالحميد باختراژانس ته وويل چې اداري اصلاحاتو او د پوهنې رياست ښوونځيو ته داسې ښوونکي ور پېژني چې دوی په هغه برخه کې ور ته اړتيا نه لري.
د ښرنې د ښوونکو د اتحاديې مشر محمدنبي وايي په دې ولايت کې د ښوونکو د ښارګوټي پرانيستنه په ۱۳۸۵ کال کې ترسره شوې، خو دوی او د پکتيکا ټولو ښوونکو ته تر اوسه هېڅ يو نمره هم نه ده ور کړل شوې.
بل خوا د پکتيکا ولايت د پوهنې سرپرست رېيس محمدنسيم واجد وايي د ښوونکو له ستونزو خبر دی او دوی هڅې پيل کړي او ډېر ژر به دغه ستونزې حل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته