کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
ټاکل شوې ده په پاکستان کې د ميشتو افغان پناه غوښتوونکو دپيژندنې کارتونه د نورو شپږو مياشتو لپاره تمديد شي.
باختر آژانس دغه ټکى دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزارت دهغې خپرپاڼې له مخې څرګند کړى دى چې نن خپره شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دافغان پناه غوښتوونکو دپيژندنې دکارتونو دتمديد په باب دپاکستان دحکومت تصميم دپاکستان دصدراعظم له سلاکار سرتاج عزيز سره دپناه غوښتوونکو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنر فيليپوګراندي له کتنې وروسته په داسې حال کې چې په اسلام آباد کې دافغانستان دسفارت سرپرست عبدالناصر يوسفي هم برخه لرله ، ونيول شو .
په دې کتنه کې دپاکستان دصدراعظم سلاکار ژمنه کړې ده چې په دغه هېواد کې دميشتو افغان پناه غوښتوونکو دپيژندنې کارتونه به تر نورو شپږو مياشتو پورې تمديد شي .
داپه داسې حال کې ده چې داسې رپوټونه ترلاسه شوي دي چې دپاکستان پوليسو په دې وروستيو وختو کې په ډله ييزه توګه دافغان پناه غوښتوونکو په نيولو اقدام کړى دى او په وروستي مورد کې څه ناڅه دوه زره تنه افغان پناه غوښتوونکي په دغه هيواد کې دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
له بلې خوا هم دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت مقامات وايي: دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ نمايندګۍ چې پخوايې له پاکستان څخه افغانستان ته دهر پناه غوښتوونکي دستنيدو لپاره ٢٠٠ ډالره ورکول؛ اوس په خپله خوښه هر راستنيدونکي پناه غوښتوونکي ته ٣٥٠ ډالره ورکوي.
0 1 دقیقه لوستل