کابل باختر د تلي شپاړلسمه :
پارلمان ته دخلکو داوو تنو استازو دمعرفي کولو لپاره کار دانتخاباتو په خپلواک کميسيون کې پيل شوي دي .
دخلکو اووه تنه استازي چې پنځه تنه يې له کابل ، يو تن دبدخشان او يو تن دپکتيکا له ولايتونو څخه دي دجمهوري رياست دانتخاباتو په خاطر له خپلو دندو څخه استعفا ورکړې ده .
دباخترآژانس دخبر له مخې : دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د اسنادو له مخې هغه کسان ددغو اووتنو پرځاى ټاکي چې په پارلماني انتخاباتوکي يې زياتې رايې ترلاسه کړي وي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ته يو نږدې خبرځاى وويل ، سبا به دغه کسان په رسمي ډول اعلام شي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ