ښايي دپغمان دپيښې پنځه تنه عاملين سبا اعدام شي
کابل باختردتلې دمياشتې ١٥ :
په داسې حال کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس ډاکتراشرف غني احمدزي ،دکورنيو چارو وزارت دټاکنو په بهيرکې دنفوذ دعملي کولو دمخنيوي په باب يو فرمان صادر کړى دى ، ددغه وزارت وياند وايي هلې ځلې کيږي چې دپوليسو په کليدي پستونو کې په کار پوه او مسلکي کسان ځاى پرځاى شي .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولي څرګنده کړه دهېواد دجمهوررييس دوروستي فرمان له مخې ، دکورنيو چارو وزارت هڅه او هاند کوي چې دپوليسو په تيره بيا دکابل دپوليسو په کليدي پستونوکې په کار پوه اومسلکي اشخاص ځاى پرځاى شي.
دغه راز صديقي په دې خبري غونډه کې دهېواد دامنيتي حالاتو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل : په تيره يوه اوونۍ کې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ٥٢ عمليات ترسره شول چې له امله يې سل تنه تروريستان ووژل شول ، درې اوياتنه يې ټپيان او ديرش تنه نور يې ونيول شول .
ده زياته کړه ، دپوليسو په هغوخاصو عملياتو کې چې دبغلان ولايت په مربوطاتو کې ترسره شول داسلام په نامه دوسله والو طالبانو دډلې له يوه مشهور قوماندان سره اته تنه وسله وال مخالفين ونيول شول .
دغو قوماندانانو او افرادو يې دخلکوپه وژنې ، انسان تښتونې اوپه نورو اخلاقي جرمونو کې لاس درلود.
دکورنيو چارو وزارت دوياند دڅرګندونوله مخې : دپوليسو په هغو يو لړ نورو عملياتو کې چې دپکتيکاولايت دبرملې په ولسوالۍ کې ترسره شول لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې دروان کال دتلې دمياشتې په اتمه نيټه دپاکستاني پوځيانوله خوا ١٥٤ توغندي د کونړ ولايت په څو ولسواليو وتوغول شول چې دکورنيو چارو وزارت دپاکستاني پوځيانو دغه حرکت په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده.
دغه راز صديق صديقي څرګنده کړه چې ښايي دپغمان دپيښې دپنځو تنو عاملينو داعدام حکم سبا عملي شي .
دغه پنځه تنه دجنسي تيري او دغلا په يوه قضيه کې مجرم وپيژندل شول.
په همدې حال کې دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدظاهر ظاهر چې په دې خبري غونډه کې يې برخه لرله وويل : چې دنيکمرغه لوى اختر په بختورو ورځو کې دوولس ډلې وسله وال غله نيول شوي دي.ده دکابل ښار د بادام باغ په ساحه کې دوژنې ديوې قضې په اړوند چې دنيکمرغه لوى اختر په لومړۍ ورځ رامنځته شوه وويل : دکابل ښار دبادام باغ دساحې په پيښه کې دشخړې له امله يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.ددغې پيښې په اړوند يو تن نيول شوى خو دقضيې اصلي عامل چې پخوا يې په غير قانوني ډول دوسلې دليږدونې په جرم دبند يوه دوره تيره کړې ده فراري دى .دکابل ولايت امنيه قوماندان دغه راز وويل چې د جمهوري رياست دانتخاباتو دنتيجوله اعلام وروسته دجرمونو ګراف ټيټ شوى دى اوپوليس په کابل کې دجنايي پيښو دبيخي کمښت په مقصد په پام کې لري چې سرله سبا په وسايطو کې دتورو ښيښو دلري کولو په مقصد عمليات پيل کړي .
ده وويل : موږ دخلکو او ددولتي چارواکو په ملاتړ دې ته اړتيالرو چې دزبرځواکو پرخلاف جدي مبارزه وکړو که چيرې زموږ ملاتړ وشي موږ ټول زبرځواک وسله وال کسان نيسو اودقانون منګولو ته يې سپارو.
جنرال ظاهر دخپلو خبرو په دوام وويل : چې د کابل بانک دپيښې دوه تنه عاملين مو نيولي دي او هلې ځلې روانې دي چې اوولس تنه نور يې هم ونيول شي .
دغه کسان په داسې حال کې نيول کيږي چې جمهوررييس ډاکتر اشرف غني احمدزي په دې وروستيو وختو کې دکابل بانک دپيښې دبيا څيړنې امر کړى دى چې په هغه کې دڅه دپاسه اته سوه مليونو ډالرو اختلاس مسله طرحه ده.