سیاست

ښايي امنيتي تړون له انتخاباتو مخکې لاسليک شي.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د بهرنيو چارو  وزارت ويندوى  احمد شکيب مستغني وويل :  چې دافغانستاناو امريکا ترمنځ دامنيتي  تړون د لاسليک کولو په خاطر خبرې دوام لري.
ده هيله څرګنده کړه چې دغه سند له انتخاباتو مخکې لاسليک شي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : د بهرنيو چارو وزارت ويندوي دغه راز وويل دهغو شرايطو په باب خبرې چې د افغانستان له خوا طرحه شوې  دي دوام  لري .
همدا اوس ددغو شرايطو په باب يوې مطلوبې نتيجې ته درسيدو په نسبت  هيلې شته که چيرې دافغانستان شرايط دامريکا له خوا ومنل شي ښايي دغه  سند له انتخاباتو مخکې   لاسليک  شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته