ټولنه

ښاريان: د کابل ښار د هوا دککړتيا دکمښت لپاره کوم کارنه دى شوى

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
ښاريان ادعاکوي چې نور دکابل ښار د هوا د ککړتيا دکمښت لپاره کومه هيله په سرکې نه لري.
خو ځينې يې په دې باور دي: تر هغه وخته پورې چې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې په برخه کې همکاري موجوده نه وي؛ دولتي ادارې په يوازيتوب سره نه شي کولاى په کابل کې د هوا ککړتيا کمه کړي.
ځينې دغه ښاريان وايي: نور دکابل ښار د هوا دککړتيا دکمښت او يا مخنيوي په باب  دولتي مسوولينو په ژمنو او خبرو اعتماد او باور نه لري. ځکه په دې اړوند ډيرکم کار هم نه دى شوى او د ښار د هوا دککړتيا عوامل لا تر اوسه پورې په زياته اندازه شتون لري.
د نوې کارتې اوسيدونکي عبدالمالک د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د ترانسپورتي وسايطو د دود د مخنيوي، د نانوايي ګانو داشونو، حمامونو او د جنراټورونو د سوند د موادو په باب د بدلون لپاره اړوندو دولتي ادارو د تدبيرونو ژمنې وکړې او دغه عوامل هم دښار د هوا په ککړتيا کې ستر رول لري. خو لا تراوسه پورې ليدل کيږي چې دښار په واټونوکې ځينې وسايط غليظ دود توليدوي او کله هم نه دى ليدل شوى چې د ترافيکو موظف کومه واسطه درولې وي او تر څيرنې لاندې يې نيولې وي.
دغه ښاري دغه راز څرګنده کړه: آن په هغه حمام کې چې د محمدجان خان واټ د ودانيو ترشاه دي او د ښار مرکزي ساحه بلل کيږي؛ لا تراوسه پورې هم په زياته پيمانه د ډبرو سکاره سوځول کيږي او په همدې ترتيب په ښارکې له جنراټورونو څخه هم کار اخستل کيږي.
دقلعه زمان خان اوسيدونکى زمرى په دې باور دى چې اړونده دولتي مسوولين هغه عوامل چې د ښار دهوا دککړتيا سبب کيږي؛ په آسانى سره له منحه وړلاى شي  خو لکه څنګه چې ليدل کيږي؛ دغه مسوولين د خلکو د آرامۍ په وړاندې خپلې دندې په زړه سوى سره نه ترسره کوي.
په همدې حال کې د دريم مکروريان اوسيدونکى سيدهشام په دې باور دى: تر هغه وخته پورې چې ښاريان د ژوندانه دچاپيريال ساتنې په لاره کې همکاري ونه کړي؛ لرې بريښي چې کابل ښاروالۍ او يا د ژوندانه دچاپيريال ساتنې اداره وکولاى شي د هوا دککړتيا په کمښت اويا د ښار په پاکوالى بريالى شي.
ده څرګنده کړه: که چيرې هر ښاري د ژوندانه دچاپيريال ساتنې په برخه کې خپل فردي مسووليت لکه څنګه چې د اسلام مبين دين  په فردي او ټولنيز نظافت لاس پورې پورې کړى؛ په دې پوه شي چې دولتي ادارې په آسانى سره کولاى شي د ژوندانه د چاپيريال ساتنې او د ښار د هوا دککړتيا دکمښت په کارکې خپلې دندې په برياليتوب سره ترسره کړي .
دباختراآژانس خبريال هلې ځلې وکړې چې په دې باب د اړوندو چارو د مسوولينو نظر هم ترلاسه کړي؛ خو د رخصتۍ په نسبت په دې کار بريالى نه شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته