ورزش

ژمني ورزشونه په هېواد کې دودې په حال کې دي .

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
دژمنيو ورزشونو لوبو ته په پاملرنې سره چې  داتصالاتو دمخابراتي شرکت په مالي ملاتړ  دبېلابېلو ولايتونو دورزشکارانو په ګډون  په باميانو ولايت کې  ترسره شوې  کيداي شي  وويل شي  چې په هېواد کې ژمني ورزشونه دودې په حال کې دي .
په دې لوبو کې چې دوه ورځې دوام وکړ  د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه دديرشو  تنو نجونو په ګډون دوه سوه تنو ورزشکارانو پکې ګډون کړي و .  چې په پاى کې  بامياني ورزشکاران  وکولاى شول  په ټولو  دغو ورزشي څانګو کې لومړى مقامونه ترلاسه کړي .
دنجونو دسکي  په برخه کې فاطمې نظري  او د هلکانو دسکي په برخه کې نصرالله عصمتي  ، د اسنو بورد په برخه کې مصطفې او د کرولينګ په برخه کې زينب  رضايي  چې ټول دباميانو ولايت ورزشکاران دي لومړى مقامونه وګتل .
   داتصالاتو دمخابراتي شرکت کله يې چې په افغانستان کې په خپل فعاليت پيل کړى دى دکرکټ  ، واليبال ، وزلوبې ، بايسکل ځغلولو او تکواندو دورزشونو په برخه کې  مالي ملاتړ کړى دى . او  په نږدې راتلونکې کې به په مزارشريف ښار کې دوزلوبې سيالى ترسره شي . او دښځو دنړيوالې ورځې په وياړ  دژمنيو ورزشونو په برخه کې  دکنگل پرمخ داسکيت  سيالى دښځو لپاره په بند امير کې  ترسره کېږي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته