کابل، د لېندۍ ۱۴ مه، باختر
تبصره:
دا چې د هند په پلازمېنه ډیلي کې د افغانستان سفارت واګې د تېر نظام له مسولینو څخه اخیستل شوې دي او اوس مهال یواځې د دغه هېواد په ممبي او حیدراباد ښارونو کې د افغانستان ډیپلوماتیکې استازولۍ له اسلامي امارت سره په همغږۍ کار کوي، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکي او ډیلي کې د سفارت پخواني مسولین وایي، چې دېر ژر به دغه سفارت د اسلامي امارت مسولینو ته وسپارل شي.
هند کې د تېر نظام سفیر د سفارت د پرېښودو په ورځ له یوې نړیوالې رسنۍ سره د مرکې پر مهال وویل چې د هند د حکومت او د دوی ترمنځ اړیکې وروسته ترهغې رنګ واړوو، چې هند په کابل کې خپلې سفارتي چارې له سره بیا ونیولې او له اسلامي امارت سره په یو نه یو ډول د اړیکو د جوړولو په هڅه کې دي.
پخواني سفیر دغه راز وویل، چې ډېر ژر به ډیلي کې افغان سفارت د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شي او هلته به سفارتي خدمتونه بیا پیل شي.
سفیر همدارنګه زیاته کړه، چې د هند حکومت دغه سفارت د اسلامي امارت په خوښه له دوی څخه تسلیم کړی او نوي افغان حکومت ته یې د سپارلو هوډ لري.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په دې اړه خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې هند کې یې د سفارت د بیا فعالېدو په اړه خبرې پیل کړي او ډېر ژر به هلته خپلې سفارتي چارې پیل کړي.
نو تحلیل دا کېدای شي، چې هند په افغانستان کې له اسلامي امارت سره له اړیکو پاللو پرته بله هېڅ لاره نه لري او غواړي په سیمه کې د اسلامي امارت په څېر له مخ پر پیاوړي کېدونکي یو نظام سره اړیکې ولري.
هند دا منلې، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ولس له منځه راپورته او جوړ شوی نظام دی او کوم نظامونه چې ولسي ملاتړ له ځانه سره لري، هغه نظامونه په سیمه او نړۍ کې د پیاوړتیا تر هسکو رسېږي او په ډېر غرور سره خپل سر راپورته کوي.
هند پوهېږي، چې افغانستان په سیمه کې له اقتصادي، سیاسي او نورو اړخونو له درکه مهم ستراتیژیک موقعیت لري او په راتلونکو څو لسیزو کې یو پیاوړی اقتصاد جوړېدونکی دی، نو له داسې یو هېواد سره اړیکې هغو هېوادونو ته مهمې دي، چې په خپله د نړۍ په پنځو غوره اقتصادي هېوادونو کې وي.
د هندي سیاسيونو او ولس یوه ښېګڼه داده، چې پر ازادۍ او د خپلې خاورې پر خپلواکې میین دي او ان موده وړاندې داسې موضوعات هم راپورته شول، چې د هند نوم ځکه بهارت ته اړول کیږي، چې ګواکې د هند نوم د اشغال پر مهال د انګرېزانو له لوري ورکول شوی دی.
نو دغه هېواد نور هېوادونه هم ازاد خوښوي او افغانستان اوس مهال داسې یو هېواد دی، چې ازادي لري او کوم هېواد چې ازاد وي او حکومت یې د خپلو خلکو وي، هغه په راتلونکي کې پر نړۍ سیاسي او اقتصادي راج چلوي او خلک یې په افتخار سره ژوند کوي.