ډیورنډ فرضي کرښه؛ افغانستان او پاکستان رسمي پوله نه لري

تبصره

د پاکستان د لنډمهالې حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د هېواد له طلوع نیوز ټلویزیون سره د مرکې په یوه برخه کې ویلي، چې ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي کرښه ده او د نړۍ شاوخوا دوه سوه هېوادونه او ۷ میلیارده ۹۷۰ میلیونه نفوس یې په رسمیت پېژني او د نوموړي په خبره یواځې ۳۰ میلیونه افغانان دي، چې دغې کرښې ته فرضي وایي او نه یې مني.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، چې افغانستان له پاکستان سره هېڅ کومه رسمي پوله نه لري.

دغه راز د دغې کرغېړنې پولې د رامنځته کېدو له نېټې بیا تر نن ورځې پورې هېڅ افغان حکومت دغه پوله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه نه ده منلې او نه به یې څوک په تاریخ کې ومني.

همدارنګه ټوله نړۍ په دې پوهیږي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې ریښتیا څه دي او تاریخ یې څنګه دی، نو معلومه خبره ده، چې نړۍ او نړۍ وال به د حقایقو پر بنسټ پرېکړه کوي او دغه راز چې وخت یې راشي، نو اټک به خپله نعارې وهي، چې زه د کابل یم او کوټه به هم له کندهاره لاسونه ورتاو کړي، چې ورک لالیه چرته وې؟.

نو په ټوله کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه دغه ډول څرګندونې د ستونزې او کشالې د لا اوږدوالي لامل ګرځي او د اصولو او قوانینو په چوکاټ باید دغې موضوع ته د پای ټکی کېښودل شي او د کابل حق بېرته ورته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته