ډيورنډ نړيواله پوله نه ده .
کابل باختر دثور يو ويشتمه :
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت سترسلکار تاييدوى چې بريتانيا هيڅکله نه دى غوښتى چې د ډيورنډ کرښه نړيواله پوله وي .
دافغانستان دمسئلو کارپوه او دامريکا دبهرنيوچارو په وزارت کې دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دځانګړي استازي سترسلاکاربارنت روبين تاييدوى چې د ډيورنډ دکرښې درامنځته کولو لپاره دبريتانيا تصميم هيڅکله دنړيوالې پولې په توګه دهغه دټاکنې په مانا نه وه .
دباختراژانس دخبر له مخې، دامريکا غږ دثور دمياشتې په اتلسمه نيټه يو خبر خپورکړ چې په هغه کې دبيژن عمراني په نامه ديو مشهور مورخ له خولې ليکل شوى و چې ويلي يې دي په ارشيف کې موجود تاريخي سندونه ښيي چې د ډيورنډ کرښې په رامنځته کولو کې دبريتانيا مقصد هيڅکله دنړيوالې پولې په توګه ددغې کرښې دټاکنې په مفهوم نه و بلکې دانګليس دامپراتورۍ پرخلاف دشوروي دبريدونو په وړاندې حايله کرښه وه .
ښاغلي روبين په خپل تيوتر پاڼه کې دامريکا غږ د دغه رپوټ په باب ليکلي دي له شک پرته بريتانيا داستعمارګر قدرت په توګه په هغه وخت کې نه غوښتل چې د ډيورنډ کرښه نړيواله پوله وي او نه يې غوښتل افغانستان او دهغه وخت هند ( چې نننۍ پاکستان هم پکې شامل و ) خپلواک هيوادونه وي