کابل باختر دجوزاد مياشتې ٤ :
دجلال آباد ښار ښاروال په دغه ښارکې ډوډۍ پخوونکو ته خبردارى ورکړى دى چې له دې وروسته دې په نانوايي ګانوکې په ډوډۍ پخولو کې ګاز وکاروي .
د جلال آباد ښار ښاروال جان آغا کاکړ د باخترآژانس خبريال ته وويل: دژوندانه دچاپيريال دککړتيا دمخنيوي په مقصد دجلال آباد ښاروالۍ وپتيله چې له دې وروسته دې په ټولو نانوايي ګانو کې دلرګيو اودسون دنورو توکو پرځاى چې فضا ککړوي ، ګاز وکاروي .
ده ډوډۍ پخوونکو ته خبردارى ورکړ: که چيرې دوى له دغې پريکړې وروسته له دغې پريکړې څخه سرغړونه وکړي؛ قانوني چلندبه ورسره وشي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ