ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ناشرانو د ستونزو د حل لپاره جدي اقدام کوي
کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن له ناشرانو سره په غونډه کې ټينګار وکړ چې دغه وزارت د خپروونکو د ستونزو د حل لپاره جدي اقدام کوي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق هم حاضر و؛ د ناشرانو اتحاديې رييس سيداحمد سعيدي په غونډه کې د حاضرو خپروونکو په استازيتوب خبرې وکړې.
هغه د مناسب ځاى د نشتوالي، د ناشرانو د جواز او ماليې د ستونزو او دا چې يو زيات شمېر کتابونه په بهر کې چاپېږي، په داسې حال کې چې کورني خپروونکي د چاپولو ظرفيت لري؛ له دې پلوه د خپروونکو او کتاب پلورونکو ستونزې او غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره شريکې کړي.
دغه راز ناشرانو د خپلو ستونزو په حل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين د هغو کارونو په اړه چې د ناشرانو د ستونزو د لرې کولو په برخه کې ترسره شوي دي او د ځینو کارونو چې تراوسه لا نه دي بشپړ شوي؛ څرګندونې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ناشرانو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته، د خپروونکو د فعاليتونو او په اوسنيو شرايطو کې د هغوى د نقش قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه: تاسې هغه کسان ياست چې علم توليدوئ او د علمي او فرهنګي ودې په لاره کې مهم نقش لرئ.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې ناشران دې د ظرفيتونو، د چاپ د امکاناتو او کاري وړتياوو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته يو رپوټ وړاندې کړي چې دغه وزارت وکولاى شي په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيسي.
په همدې ترتيب وفايي زاده د هغوى د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هلې ځلې کوي چې خپروونکو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
ختم-ج-ا