سیاست

ډاکټر محب د امریکا د متحدو ایالتونو له لوړ پوړي پلاوي سره په کتنه کې: د سولې په بهیر کې به د افغانستان د خلکو ۱۸ کلنې لاسته راوړنې خوندي شي

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن غرمه د امریکا د دفاع وزارت له سرپرست پاټریک شاناهان او مل پلاوي سره وکتل.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوى دى.
ډاکټر محب یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، له افغانستان سره د امریکا د سټراتېژيکو او اوږد مهاله همکاریو او مشارکت قدر داني وکړه.
امریکايي لوري د افغانستان د دفاع وزارت د ظرفیت او رهبرۍ له ښه کېدو خوشبیني څرګنده کړه او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتيا لپاره يې د غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر ته په اشارې، په دې برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو له اقداماتو او همکاریو مننه وکړه.
هغه همدا شان زیاته کړه، چې د افغانستان د خلکو ۱۸ کلنې لاسته راوړنې به د سولې بهیر په بري کې خوندي پاتې شي.
ډاکټر محب وویل، چې د افغانستان حکومت د سولې پروسې په پرمختګ کې ښه نوښتونه لرلي او هم مهاله زموږ اتل سرتېري د افغانستان له خلکو او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.
د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه، چې په افغانستان کې به د تلپاتې سولې  او ثبات تامین په خاطر هڅې روانې وي.پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته