ډاکټر قلندر عباد: د روغتیايي سیستم د معیاري کولو لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا ده

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، په کابل کې د انګلستان سفارت له شارژدافیر رابرټ ډکسن سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، معیاري والي او په روغتیايي برخه کې د انګلستان د مرستو پر مثبت اغېز خبرې وشوې.
ډاکټر قلندر عباد ویلي دي: په تېر وخت کې روغتیايي برخه کې افغانان له ستونزو سره لاس او ګریوان وو او اوس موږ د خپل روغتیايي سیستم د معیاري کولو لپاره د نړیوالې ټولنې څو اړخیز ملاتړ ته اړتیا لرو.
په کتنه کې همدا رنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره همکاریو پر ارزښت بحث شوی او په هېواد کې د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا ډاډ ورکړل شوی دی.