ډاکټر عبدالله عبدالله : د سولې په بهیر کې به د ښځو ځای او رول پیاوړی شي
کابل / د غبرګولي / ۹/ باختر
د ملي مصالحې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایی د خلکو د لاس ته راوړنو د ساتلو ، د ښځو د حقوقو پیاوړتیا او ځای ته درناوی به د سولې د خبرواترو یو اصل وي.
د باختر اژانس د خبر له مخې : د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پرون مازیګر د ملي مصالحې د رهبرۍ د کمېټې له یو شمېر ښځو او د ښځو د حقوقو فعالانو سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې ښځو په هېواد کې د روانو بدلونونو ، د سولې د خبرو اترو د څرنګوالي د دوام او د سولې په بهیر کې د ښځو د حقوقو ځای او د رول د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې .
د ملي مصالحې د عالي شورا رییس د سولې په بهیر کې د وروستیو بدلونونو په اړوند وویل : افغانستان تېر وخت ته نه ستنېږي او د افغانستان د خلکو لاس ته راوړنې د ښځو حقوقو او ځای به د سولې په بهیر کې وساتل او پیاوړی شي .
هغه ټینګار وکړ چې د خلکو لاس ته راوړنې او د ښځو حقوقو او پیاوړتیا ته درناوی د سولې د خبرو اترو یو اصل وي.
پای / سعیده