سیاست

ډاکټر عبدالله د ولسي جرګې له رییس او یوشمېر غړیو سره وکتل

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسي جرګې له رییس میر رحمان رحماني او یوشمېر غړیو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس او د ولسي جرګې رییس او غړیو د سولې په برخه کې د وروستیو بدلونونو، د ترکیې ناستې د چمتووالي او د سولې په خبرو اترو کې د ملي شورا د رول په اړوند بحث او خبرې اترې وکړې.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته